بهرني راپورونه

جان هوون: د طالبانو واکمنۍ سره په سيمه کې ترهګري ډلې زړوري شوي

جان هوون

يو امريکايي سناتور جان هوون وايي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته په سيمه کې ترهګري ډلې زړه ورې شوي دي او خپلو بريدونو ته يې تر پخوا ډېر په وحشتناکه انداز دوام ورکړی دی.

دې سناتور جان هوون رسنيو ته ويلي چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته طالبان په افغانستان کې د امنيت په راوستلو کې کمزوري راغلي دي او د جوبايډن ادارې هم د دې ډلو په کنټرول کې کمزوري ښکاره کړې ده.

هغه همدارنګه زياته کړې چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل د جوبايډن تر ټولو کمزورې او ناسمه پرېکړه وه، چې له کبله يې پر افغانستان او امريکا بد اثر وکړ او همدارنګه روسيه د سيمې څخه د امريکايي ځواکونو په وتو زړوره او پر اکراين يې حمله وکړه.

سناتور جان هوون د يمن د حوثيانو حملې ته په اشارې سره ويلي چې هر څه ژر کېږي بايد امريکا د دغو حملو مخنيوی وکړي او د ترهګرو ډله پلانونه د جوړېدو مخکې شنډ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ زياتو هېوادونو او سازمانونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون اندېښنه څرګنده کړې ده او له طالبانو څخه یې غوښتي دي چي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي تر څو د ياد هېواد څخه ترهګري ډلې سيمي او نړۍ ته نفوذ ونکړي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په دوو ګاونډیو هیوادنو پاکستان او ايران کې هم ترهګريزي حملې زياتي شوي دي چې پاکستان د هرې ترهګري حملې وروسته ادعا کوي چې د دوی په هېواد کې ترهګريزې حملې د افغانستان څخه پلانېږي، او همدارنګه څو ورځې مخکې د ايران په کرمان کې د دوو چاودنو عاملان چې داعش ډلې پورې يې تړاو درلود د امريکا استخباراتو ويلي وه چې په افغانستان کې يې د دې چاودنو پلان جوړ کړی وو.

خو طالبان د سيمي او نړۍ د دغو تورونو او ادعاوو په اړه تل وايي چې د افغانستان خاوره په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د بل هېواد پر خلاف په افغانستان کې فعاليت وکړي.

| پاکستاني ځواکونه: ترهګرو ته پرمختللي وسلې له ګاونډي هيواده ورکول کېږي