راپورونه کورني راپورونه

د ايران ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير سره ليدلي

د ايران ځانګړي استازي

‏د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دې هېواد سفیر حسن کاظمي قمي او ور سره مل پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ليدلي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد پر خپل ايکس پاڼه ليکلي چې د ايران ځانګړي استازي سره په دې ليدنه کې د ايران او افغانستان ترمنځ پر سوداګريزو، دوه اړخيزه پرمختګونو، د ډيپلوماټيکو اړيکو پر پراختيا او په ايران کې د افغان کډوالو په اړه خبري شوي دي.

حافظ احمد همدارنګه ويلي، چې د ناستې په پيل کې امير خان متقي په کرمان کې د وروستيو خونړيو پېښو د غمشریکۍ او تعزيت مراتب وړاندې کړل او همداراز يې ايران ته د خپل وروستي سفر پر مهال د ايران د درانه استقبال او مېلمه پالنې قدردانی وکړ.

متقي د ايراني استازي سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان د سترې محکمې لخوا به د ايران څخه د همګارۍ په موخه يو باصلاحيته قضايي پلاوی کابل ته دعوت شي تر څو په ايران کې د افغان کډوالو پر حقوقي او قضايي چارو بحث وشي.

همدارنګه د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په خپلو خبرو کې ايران ته د امير خان متقي ور تګ مثبت بللی او ويلي يې دي ايران چمتو دی چې د چابهار بندر او د سيمه ايز اتصال په برخه کې د افغانستان سره پر پرمختګ کار وکړي.

ښاغلي قمي همدارنګه د افغانستان اوسنی وضعيت مثبت بللی دی او د ملګرو ملتونو لخوا ورته د استازي ټاکل یې نامناسبه پرېکړه بللې.

د حافظ ضياء احمد په خبره دواړو لوريو ټينګار وکړ چې په راتلونکي کې بايد په کابل کې د سيمي د هېوادونو د ځانګړو استازو يوه ګډه غونډه تر سره شي.

| قمي: ځينې کړۍ ايران او افغانستان تر منځ نفاق ته لمن وهي

د ايران ځانګړی استازی د مل پلاوي سره په داسې مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سره ګوري، چې تېره اوونۍ د ايران په کرمان ولايت کې د دوو خونړيو چاودنو په پايله کې تر ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې وروسته امريکايي استخباراتو ويلي وو چې دا چاودنې په افغانستان کې پلان شوي وې.

| د ايران د کرمان د چاودنو پړه داعش خراسان ډلې منلې