راپورونه کورني راپورونه

قمي: ځينې کړۍ ايران او افغانستان تر منځ نفاق ته لمن وهي

ايران او افغانستان

د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي د طالبانو د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په ليدنه کې وويل چې ځيني کړۍ غواړي د ايران او افغانستان تر منځ مخالفتونو او نفاق ته لمن ووهي خو بريالي به نشې.

د رئيس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دغه لیدنه کې داعش د ايران او افغانستان ګډ دښمن وباله او دا ډله یې د سيمي د بې ثباته کولو او ګډوډیو جوړلو مسؤلين وبلل.

مولوي عبدالکبير زياته کړه اسلامي امارت د اقتصاد محوره سياست پر مخ وړلو سره غواړي افغانستان د سيمي د اقتصادي ثبات او پراختيا لپاره د اتصال مرکز وګرزوي.

د رئيس الوزرا سياسي مرستيال په خپلو خبرو کې د کرمان د خونړۍو چاودنو چې د يو شمېر افغانانو په ګډون سلګونه ايرانيان يې مړه او ټپيان کړل د ايران حکومت او د قربانيانو کورنیو ته تسلیت او خواخوږي څرګنده کړه.

د تيري چهارشنبې په ورځ د ايران په کرمان کې د سپاه پاسداران د مخکيني قومندان قاسم سلیماني د څلورم تلين په مراسمو کې دوې چاودنې وشوې چې سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړل.

د کرمان د يادو ځانمرګو بريدونو مسؤليت د اسلامي دولت داعش ډلې ومانه.

د رويټرز خبري اژانس د امريکا د استخباراتو د دوو چارواکو له قوله لیکلي و چې د ايران د کرمان پېښې داعش د افغانستانه پلان کړې وې.

د رئيس الوزرا د سياسي مرستيال د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ايران دسفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله ويل شوي چې ځيني کړۍ د افغانستان او ايران تر منځ د نفاق خپرولو ته لمن وهي او هيڅکله به بريالي نشې.

ښاغلي قمي په دغو خبرو کې ويلې چې ايران به هيڅکله د طالبانو د مخالفينو ملاتړ ونکړي، او هڅه به وکړي چې افغانستان سيمه ييزو همکاريو په مرکز بدل شي.

د قمي په خبره چې ايران سره له دې چې د افغانستان سره د سوداګرۍ، کانونو، بريښنا او کرنې په برخه کې تړونونه لري، چمتو دی چې په نورو برخو کې هم پانګونه او تخنيکي همکارۍ وکړې.

د يادونې وړ ده چې ايران په سيمه کې د افغانستان اقتصادي ملګری او شريک هيواد دی، چې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کي يې د نړيوال بانک د راپور په اساس د خپلو ټولو وارداتو ۲۱% له ايران څخه وارد کړي دي.

| امريکا: د کرمان خونړۍ چاودنې افغانستان کې پلان شوې وې