پښتونخوا

د منظور پښتين د نيونې پر خلاف په بنو ولسوالۍ کې احتجاجي جلسه کېږي

منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين او د دې غورځنګ د نورو نيول شوو غړو د نيونې پر خلاف د خیبر پښتنونخوا په بنو ولسوالۍ کې د يوې جلسې د تر سره کولو اعلان وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې په بلوچستان کې د ډسمبر پر ۴مه نيول شوی دی د يوې مياشتي بند وروسته د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د هغه د خوشي کېدو حکم وکړ چې د خوشي کېدو سره سم د زندان په دروازه کې بيرته د پنجاب د پوليسو لخوا ونيول شو.

د دې غورځنګ لخوا د منظور پښتين او د هغه د نورو نيول شوو ملګرو د نيونې پر خلاف د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې راروانه يونۍ/اتوار د جنورۍ ۱۴مه نېټه د يوې لويي جلسې اعلان وکړ.

دا مهال د منظور پښتين سره سره د دې غورځنګ د سيند ايالت د مشر نور الله ترين په شمول يو شمېر نور غړي لکه ګيلامن وزير، زکيم وزير، عيدالرحمن وزير او نور په زندانونو کې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي پښتونخوا ايالت مشر نور باچا په يوه ويډيويي پيغام کې د خیبر پښتنونخوا او نورو سيمو د ټولو پښتنو څخه غوښتي چې د بنو په راروانه جلسه کې د دوی سره شرکت وکړي.

نور باچا په خپلو خبرو کې ويلي چې د دوی ټول ملګري د پاکستان رياست په غیري قانوني توګه نيولي دي او د دغو ناحقه نيونو پر خلاف به احتجاجي جلسه تر سره کوي.

ښاغلي نور باچا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر هغو غړو چې له بنو څخه ليري دي غږ کړی دی چې پر ټولنيزو رسنيو دې د بنو د جلسې لپاره کمپاين جاري وساتو.

دا په داسې حال کې ده چې د منظور پښتین د نيول کېدو په غبرګون کې مخکې هم د دې غورځنګ لخوا لاريونونه او جلسې تر سره شوي وې.

| پر محسن داوړ په پرلپسې توګه بريدونه شوي دي