سیاست کورني خبرونه

مولانا فضل الرحمان کابل کې د مېلمستيا پرمهال ليدنو ته دوام ورکړی

مولانا فضل الرحمان

د پاکستان اسلامي علماوو د جمعيت مشر مولانا فضل الرحمان، چې پرون کابل ته تللی، د پاکستان د جيو نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي دي، چې د طالبانو د حکومت په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او مداخلې شوقي نه دی او نه دغه کار کوي.

مولانا فضل الرحمان په دغه مرکه کې ویلي «ما د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني سره اختلافات درلودل؛ خو اوس اسلامي نظام دی او زه ورسره کوم مشکل نه لرم. جمعیت علمای اسلام ګوند د خوښۍ احساس کوي چې طالبان واک ته رسېدلي دي»

مولانا فضل الرحمن، چې په افغانستان کې د تېرو شل کلن جمهوريت پر مهال د افغان حکومت پر ضد د طالبانو یو له سترو ملاتړو څخه وو، په دې مرکه کې يې د پاکستان حکومت خلاف جګړه ناروا ګڼلې او پر سیاسي مبارزې يې ټینګار کړی دی.

هغه پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان د جګړې په اړه د جیو نیوز د خبریال پوښتنې ته ځواب کې څرګنده کړې، « پاکستان کې ۵ لکه علما شته، پاکستان جغرافیه لري او په پاکستان کې اجماع شته ده، د دوی ټولو توافق او اجماع پر همدې ده، چې جګړې ته اړتیا نشته. دا چې افغانستان کې څوک د ټوپک په زور حکومت ته رسېدلي، دا په دې مانا نه ده، چې پاکستان کې دې هم دغه کار وشي.»

مولانا فضل الرحمان کابل ته د سفر په لومړۍ ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره کتلي او هغه ته یې ویلي، چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زوره ایستلو موضوع غندي او دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

مولانا فضل الرحمان په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د طالبانو او پاکستان اړيکي په دې وروستيو کې ترينګلي شوي دي، پاکستان ادعا کوي چې په پاکستان کې د وروستيو ترهګريزو پېښو تر شاه د افغانستان لاس دی خو طالبان په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

مولانا فضل الرحمان افغانستان ته تګ وړاندې ويلي وو چې د طالبانو د رهبر شيخ هبت الله اخند سره به هم د ليدلو لپاره کندهار ته ځي، خو کابل ته د تلو سره يې د کندهار د سفر نېټه نه ده روښانه شوې.

| مولانا فضل الرحمان به د شيخ هبت الله اخند سره ليدنه وکړي

د يادولو وړ ده چې د مولانا فضل الرحمان تر سفر وړاندې د کندهار والي ملا شيرين اخند هم د يوه پلاوي په ملتيا اسلام آباد ته سفر کړی وو او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او نورو مسايلو يې خبرې کړې وي.

راپورونه کورني راپورونه

| ملا شيرين اخند به پاکستاني چارواکو ته کوم پيغام ورسوي؟