سیاست کورني خبرونه

فوزيه کوفۍ: پنځه کاله وروسته به د انجونو له مدرسو ځانمرګې توليدېږي

فوزيه کوفۍ

فوزيه کوفۍ وايي، چې د ښوونځيو پر ځای مدرسو ته د انجونو تګ به د دې لامل شي چې پنځه کاله وروسته به انجونې هم ځان مرګي بريدونه تر سره کوي.

د مخکيني حکومت د ولسي جرګې دغې غړي فوزيه کوفۍ تېره ورځ د انډيپنډنټ فارسي سره په يوه مرکه کې ويلي، د ښوونځيو پر ځای د انجونو لپاره مدرسې ځانګړي کول او د ناسمې رویې رويې تر څنګ د دیني مسايلو څخه بهر زده کړه د تاريخ يوه نه جبرانېدونکې تېروتنه ده.

اغلې کوفۍ همدارنګه وايي، چې ديني مدرسې په افغانستان کې يوه اړتيا ده؛ خو بايد يو معياري نصاب ولري او د دين بنسټونه پکې وښودل شي.

اغلي فوزيه کوفۍ په داسې حال کې د دې موضوع مخالفت کوي چې د تېر حکومت په دوران کې د طالبانو يو شمېر ځان مرګي بريدګر د ښځو د جامو څخه په ګټنې بریدونه تر سره کول او زيات شمېر يې د ښځو په جامو کې نيول شوي هم وو.

د یادولو وړ ده چې طالبانو تر اوسه پورې ۸۰ فرمانونه يوازي د ښځو په برخه کې صادر کړي دي چې د هغو له ډلې څخه، د شپږم څخه پورته ټولګيو ته د انجونو د ښوونځيو او د ښځو د پوهنتونونو دروازې بندول دي.

ويل کېږي چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ راهيسي طالبانو د مدرسو جوړولو ته ډېره پاملرنه کړې ده، چې د سلګونه زره مدرسو جوړولو وروسته د طالبانو حکومت تازه ويلي چې د انجونو لپاره به هم مدرسې جوړوي.

| ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو