راپورونه کورني راپورونه

ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي چې طالبانو تر اوسه پورې ونه شوه کولی چې د انجونو د ښوونځيو د خلاصون لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي.

عباس ستانکزي د دوشنبې په ورځ د يوه ايراني هيئت سره دا موضوع مطرح کړې ده او ويلي يې دي چې تعليم د انجونو شرعي حق دی، هغه همدارنګه وايي چې د انجونو د تعليم لپاره په يوه سم چاپېريال رامنځته کولو باندې کار روان دی او ژر به د انجونو پر مخ د تعليم دروازې خلاصي شي.

د طالبانو دې مقام د انجونو د ښوونځيو د ځنډ علت په ګوته کړی نه دی، خو ويل کېږي چې عباس ستانکزی یوازینی لوړ پوړی طالب چارواکی دی چې د انجونو د تعليم څخه دفاع کوي.

هغه څو ځله تر دې وړاندې ويلي وه چې د انجونو د ښوونځيو بندېدل د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلې د پيداکېدو سبب شوی دی، خو د طالبانو نور چارواکې د ستانکزي دې خبرو ته پاملرنه نه کوي.

په همدې حال د کندهار څخه ځينې سرچينې وايي، چې د طالبانو رهبر د شپږم څخه پورته د انجونو ښوونځي د مذهبي دلايلو په اساس تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره سم د شپږم څخه پورته ټولګيو ته د انجونو پر تګ بنديز ولګېد او ور پسې يو کال مخکې د انجونو پر پوهنتونونو هم بنديز ولګېد، طالبان د تعليم او تحصيل څخه د انجونو پر منع کولو هيڅ منطقي دليل نه لري او د خلاصون لپاره نن او سبا يادوي.