راپورونه کورني راپورونه

فارياب ولايت کې يوې ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې

ځواني نجلۍ ځان وژنه

د فارياب ولايت څخه د سيمه ييزو سرچينو له قوله، په دې ولايت کې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ د ځان راځړولو په مرسته ځان وژنه کړې ده.

سرچينو نن د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۲مه نېټه رسنيو ته ويلي، دغې ځواني نجلۍ ځان وژنه د دې ولايت د المار ولسوالۍ په ديوانه‌خانه سیمه کې کړې ده.

په همدې حال په فارياب کې د طالبانو وياند عصمت الله مرادي هم دغه پېښه تاييد کړې ده.

مرادي ويلي، دغې نجلۍ د کورني تاوترخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده، د مرادي په خبره چې د دې پېښي په اړه نوري پلټنې هم روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځان وژنې پېښي په ځانګړې توګه په ښځو کې زياتې شوي دي‌.

تر دې وړاندې د سلواغې په ۱۲مه نېټه د بلخ په مرکز مزارشريف کې يوې ځواني نجلۍ چې تازه د طالبانو له بنده خوشي شوې وه، هم ځان وژنه کړې وه.

د سرچينو په خبره ياده نجلۍ د بدحجابۍ په تور د طالبانو لخوا نیول شوې او زنداني شوې وه.

| د طالبانو له بنده خوشي شوي زهرا محمدي ځان وژنه کړې