Uncategorized @ps-af

حاجي عبدالصمد خان: پاکستانۍ ادارې د منظور پښتین د وژلو پلان لري

منظور احمد پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ شورا غړی حاجي عبدالصمد خان په يوه ويډيو پيغام کې وايي چې پاکستانۍ ادارې د دغه غورځنګ د مشر د وژلو پلان لري.

نوموړي زياته کړې چې درې ورځې وړاندې په لوړ تهکال سيمه کې د يوې غونډې وروسته د منظور پښتین موټر د پاکستاني استخباراتي لخوا تعقيبېده او پېښور کې يې د ناستې ځای ته ډرون کامرې هم ور لېږلې وې.

د ځلانيوز د مالوماتو له مخې دا مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین يوه نامالوم او خوندي ځای ته تللی دی، چې ښايي د اکټوبر ۱۱مې پښتون قومي عدالت جرګې ترمخه د اکټوبر په ۶مه پېښور کې د پښتنو محصلينو سره په يوه لويه غونډه کې ګډون ته راڅرګند شي.

| د منظور پښتين ټپه او د زرګونو خلکو څرګندونې