راپورونه کورني راپورونه

طالبان: د پاکستان د سندهـ له زندانونو مو ۴۴ افغانان خوشي کړي

۴۴

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ اعلان کړی چې د پاکستان د سندهـ صوبې له زندانونو یې ۴۴ افغان بندیان خوشي کړي دي.

دغې کونسلګرۍ د خالي/ شنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه ايکس کې په یوه پیغام کې ويلي چې دا ۴۴ کسان ځکه توقیف شوي چې قانوني اسناد یې نه درلودل.

په خوشې شویو ۴۴ بندیانو کې ښځې، ماشومان او ۲۱ د مدسو زده کوونکي شامل دي.

د طالبانو کونسلګرۍ ویلي چې دغه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو په وینا اوس هم د پاکستان په سند ایالت کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې افغانان بندیان دي.

طالبانو تر دې مخکې هم د پاکستان له زندانونو د یو شمېر افغان بندیانو د خوشې کولو اعلان کړی و.

| طالبان: د کراچي څخه مو ۳۲۰۰ افغان بنديان خوشي کړي