راپورونه کورني راپورونه

طالبان: د کراچي څخه مو ۳۲۰۰ افغان بنديان خوشي کړي

افغان بنديان

طالبانو خبر ورکړی چې ۳۲۰۰ افغان بنديان يې د تېر يوه کال راهيسي د پاکستان د سيند ايالت د بېلابېلو زندانونو څخه آزاد کړي او افغانستان ته يې ستانه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس په کراچي کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري له خولې پرون يونۍ/يکشنبه د سلواغې پر لومړۍ نېټه خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې يې هم ۸۵ افغان بنديان چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي آزاد کړي او افغانستان ته لېږدولي دي‌.

د دې راپور پر بنسټ دغه افغان بنديان د سپين بولدک له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط وروسته د سياسي، اقتصادي او نورو دلایلو په اساس افغان کډوال پر پاکستان او ايران ور ډېر شول.

په دې وروستیو مياشتو کې د پاکستان څخه په سلګونه زره افغان کډوال د کډوالۍ د اعتبار اسنادو نه لرلو، په پاکستان کې په امنيتي پېښو کې د لاس لرلو او نورو دلایلو په اساس له دغه هیواده شړل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي‌.

همدارنګه د تېر يوه کال راهيسي د ايران څخه هم تر يو ميليون افغانان په جبري توګه ايستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي، د ايران څخه ايستل شوي افغانان اکثره هغه مسافر افغانان دي چې ايران ته په مزدورۍ پسې تللي وو.

د مالوماتو پر بنسټ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال په هېواد کې د بېوزلۍ، بې کارۍ، د سرپناه نه لرلو، روغتيايي او نورو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

| د ايران د زاهدان له زندانه ۵۲ افغانان ازاد شوي