راپورونه کورني راپورونه

طالبانو د افغانستان انټرنېشنل ټلوېزون سټلایټ څپه جام کړې

انټرنېشنل

د افغانستان انټرنېشنل ټلویزون وايي طالبانو یې په افغانستان کې د سټلایټ څپه جام کړې ده.

د افغانستان انټرنېشنل ټلوېزون مشر هارون نجفي زاده په دغه ټلوېزون کې د خبرو پرمهال د طالبانو دا اقدام د افغانانو د غږ غلي کولو یوه هڅه بللې او وایي چې دا په هیواد کې د آزادو رسنیو د ځپلو د سیستماتیک پلان يوه برخه ده.

افغانستان انټرنشنل ټلوېزون چې له بهرنیو هیوادونو څخه د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو خپرونې کوي، طالبان يې خپله لومړۍ درجه مخالفه شبکه بولي او څه موده وړاندې طالبانو له خلکو غوښتي وو چې دغه شبکې دې نه ګوري.

دا ټلوېزون تر اوسه پورې زياتې خپرونې په دري ژبه وړاندې کوي او يوازي يوه خپرونه د سپړنې په نوم په پښتو‌ لري چې د نويده خوشبو په مشرۍ هره شپه پر سياسي مسايلو تاوده بحثونه تر سره کوي. اوس مهال د دغه ټلوېزون خپرونې پر ټولنيزو پاڼو يوټوب، فېسبوک، ټويټر او ويب سايټ دوام لري.

| د طالبانو له خوا په رسنیو کې د ښځو د کار بنديز په اړه د خبریالانو د مرکز خبرداری!