راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو له خوا په رسنیو کې د ښځو د کار بنديز په اړه د خبریالانو د مرکز خبرداری!

خبریالانو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسنیو کې د ښځو د کار په اړه د امر بالمعروف وزارت د نوي کړنلارې په اړه خبر ورکړ، چې دغه بندیزونه به منفی پایلې ولري.

د خبریالانو مرکز دغه موضوع د څلورنۍ/چهارشنبې په شپه د کب/حوت په ۹مه نېټه خپره کړه او زیاته یې کړه، چې د طالبانو هغه کړنلاره چې د ښځینه خبریالانو اوسني فعاليتونه د منلو وړ نه ګڼي، د اندېښنې وړ خبره ده.

سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد حنفي د رسنیو د مسوولینو په یوه غونډه کې ویلي، که د امر بالمعروف وزارت وړاندیز شوي حجاب ته ښځینه خبریالانې غور ونه کړي، ښايي په بشپړ ډول يې په رسنيو کې پر کار کولو د بنديز حکم صادر شي.

حنفي رسنیو ته د دوو حجاب لرونکو ښځو يو داسي انځور ښودلی چې یوازې د هغوی سترګې ښکاري او ټینګار یې کړی چې په رسنيو کې ښکاره کېدونکې ښځينه خبریالانې باید دا ډول حجاب واغوندي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز په هېواد کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې اوس مهال ښځې له سختو کاري محدودیتونو سره مخ دي او د دغه فرمان صادرېدل نورې سختې منفي پایلې لري.

دغه مرکز اعلان کړی چې له طالبانو غواړي چې د رسنیو لارښوونې لغوه کړي او خبریالانو او رسنیو ته اجازه ورکړي چې د عامه رسنیو د قانون له مخې خپل حقوق ولري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته رسېدو وروسته په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو سخت بندیزونه لګولي چې د مخونو پټول یو له دغو بندیزونو څخه دی.

| د خبريالانو نړيوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې پر خبریالانو دې تشدد بند کړي