بهرني راپورونه

د پاکستان پوځ وایي، تېرو لسو ورځو کې يې ۳۷ وسله وال وژلي

پوځ

د پاکستان پوځ وايي، په تېرو لسو ورځو کې یې د خیبر پښتونخوا ایالت په توره بوړه سیمه کې ۳۷ وسله وال وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د جمعې په ورځ د (اګست ۳۰مه) د پاکستان پوځ یو بیان خپور کړ او ویې ویل چې دغه کسان د وسله والو پر پټو اډو د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

راپور وايي: د افغانستان سره په کرښه د خېبر پښتونخوا په تیراه دره کې تېره شپه په لسگونو جنگیالي وژل شوي دي. د دغه راپور له مخې، د اګست له ۲۰مې راهیسې هلته د وژل شویو یاغیانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دغه هېواد په سنا مجلس کې وویل چې په بلوچستان کې وروستي “ترهګریز بریدونه” د دې لپاره پلان شوي وو چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه د دغه هېواد په کوربه توب جوړه نشي.

د تېرې اوونۍ د يونۍ/یکشنبې په ورځ د بلوچستان ازادي غوښتونکو ځواکونو (BLA) پورې تړلو لسګونو وسله والو په بلوچستان کې یو شمېر بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې د ۱۴ پاکستاني ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول.

| د پاکستاني طالبانو تحريک (ټي ټي پي) او که د پاکستان غرني پوځيان؟