اقتصاد کورني خبرونه

برادر: ازبکستان به منځنۍ اسیا ته د افغان تازه مېوو د لېږد اسانتیا برابره کړي

برادر

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستيال وايي چې د ازبکستان لومړي وزير ور سره ژمنه کړې چې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته به د خپلې خاورې له لارې د تازه افغاني مېوو په صادراتو کې اسانتياوې برابروي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د پنځنۍ/ پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ازبکستان له صدراعظم عبدالله عارفوف سره لیدلي دي.

د عبدالغني برادر دفتر د ازبکستان د لومړي وزیر په حواله ویلي چې افغانستان د دغه هېواد په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.

طالبانو زیاته کړې چې ازبکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اورګاډي د شبکې د پراختیا، د ګازو د استخراج او د امو دریا په سواحلو کې د استنادي دیوالونو په جوړولو کې د همکارۍ خبر ورکړی دی.

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال دفتر ویلي چې د برادر د سفر موخه د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز په پرانیست غونډه کې ګډون و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په يوه بيان کې ويلي و چې پاکستان د افغانستان د مېوو پر وخت په يوه او بله بهانه د تورخم او سپين بولدک دروازه بندوي، دوی په اشارې سره ويلي وو چې د بديلي لارې په لټه کې دي.

| ازبکستان په افغانستان کې د سمينټو د توليد او ډبرو سکرو په برخه کې پانګونه کوي