اقتصاد کورني خبرونه

ازبکستان په افغانستان کې د سمينټو د توليد او ډبرو سکرو په برخه کې پانګونه کوي

د سمينټو د توليد

د طالبانو د حکومت رئيس الوزراء م.لا محمد حسن اخن.د د ازبکستان د بهرنیو چارو وزير بختيار سعيدوف او د افغانستان لپاره ددې هيواد د ولسمشر د ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشف او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ډاډمن امنیت ته په اشارې وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمينټو د توليد د یوې فابریکې جوړولو، د ‌‌ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې ته په اشارې وویل، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د د سمينټو د توليد د دغې پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې په موخه سفر وکړي.

رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان وروڼه هیوادونه وبلل چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات او ګډي پولي لري.

رئیس الوزراء څرګنده کړه، که څه هم افغانستان په تېرو څو لسیزو کې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو ازبکستان له افغانستان سره حسنه روابط لرلي او تل یې مرستې کړي، مننه ترې کوو او هیله ده په راتلونکي کې دغه روابط لا زیات او پیاوړي شي.

په دغه کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزير له قوله ويل شوي چې په نږدې راتلونکې کي به د طالبانو د حکومت نوی سفير هم ومني او سفارتي چاري به ورته وسپاري.

دا په داسي حال کې ده چې ګاونډيو هيوادونو د افغانستان د نوي حکومت سره اړيکي پراخي کړي دي او د تاجکستان څخه ماسيوا نورو ټولو ګاونډیو طالبانو ته سپارتونه او کونسلګرۍ هم سپارلي دي.

| د بهرنيو چارو وزير د خپل ترکمنستاني سيال او مرستيال لومړي وزير سره کتلي