بهرني راپورونه

کاملا هاريس او ډونالډ ټرمپ يو بل سره پر انتخاباتي مناظرې موافقه وکړه

هاريس

د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ او د دیموکراټانو نوماندې کاملا هاريس موافقه کړې چې د امریکا ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره انتخاباتي مناظره وکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ده او کاملا هاريس ترمنځ انتخاباتي مناظره به په ABC تلویزیون د سپټمبر په ۱۰مه د شنبې په ورځ کې وشي.

هغه همدارنګه وړاندیز وکړ چې دوه نورې مناظرې به د سپتمبر په ۴ او ۲۵ په دوو نورو خبري چینلونو کې ترسره شي.

کاملا هاريس هم په ايکس کې د یو پیغام په خپرولو سره له ټرمپ سره د انتخاباتي مناظرې لپاره د هغې د موافقې خبر تایید کړ.

په امریکا کې دغو دوو ټاکنیزو سیالانو د یوې ټاکنیزې مناظرې لپاره موافقه کړې، په داسې حال کې چې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې مېرمن هاريس په تېرو دوو اونیو کې د رای ورکوونکو په منځ کې له ټرمپ څخه ډېره مخکې شوې ده.

| ټرمپ: بايډن يو بې‌عقل دی، ځکه له افغانستانه د امريکا وتل ترویټنام ګران تمام‌ شول