بهرني راپورونه

نانسي پلوسي: د امريکا استازو جرګې کې بنيامين نتنياهو تر ټولو ناوړه وينا وکړه

نانسي پلوسي

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د امریکا په کانګرس کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وینا د یوه بهرني چارواکي تر ټولو ناوړه وینا وبلله.

مېرمن نانسي پلوسي د (څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ) په ايکس کې ليکلي چې د استازو په مجلس کې د بنيامين نتنياهو وينا د هغو بهرنيو چارواکو په منځ کې چې د امريکا په کانګرس کې د وينا لپاره بلل شوي وو، تر ټولو بده وينا وه.

دغې جمهوري غوښتونکې امریکايي استازې زیاته کړې، چې نتانیاهو باید خپل وخت د اوربند موافقې ته د رسېدو او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره ولګوي.

باید وویل شي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورم ځل لپاره د کانګرس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وینا وکړه.

خو یو شمیر دیموکراتو استازو او سناتورانو د اسراییلو په بریدونو کې د زرګونو فلسطینیانو د وژل کیدو په اعتراض کې د نتانیاهو په وینا کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د امريکا د ولسمشر مرستيالې کاملا هاريس چې ټاکل شوې وه د دې غونډې مشري وکړي، په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

ښاغلي نتانیاهو د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ په دې وینا کې د حماس د له منځه وړلو لپاره د امریکا د پوځي مرستو دوام مهم وباله او ویې ویل چې د امریکا چټکې پوځي مرستې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې په مخنیوي کې د پام وړ مرسته کولی شي.

نتنياهو: هيڅ نړيوال فشار به اسراييل په رفح ګڼ ميشتې ښار د عملياتو راونه ګرځوي