علمي کورني راپورونه

د پوهنتونونو لپاره نوی نصاب او که له اردو څخه ژباړل شوی پاکستانی نصاب؟

نصاب

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم وايي چې د لوړو زده کړو لپاره نوی نصاب جوړوي، په ورته مهال افغان ملتپال وايي چې طالبان ښايي له اردو ژبې څخه پاکستانی نصاب وژباړي.

ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر، اعلان وکړ چې د افغانستان پوهنتونونو لپاره نوی نصاب ترتیب شوی دی او دا مهال د تصویب لپاره د طالبانو د وزیرانو شورا پر میز دی. د دې نوې نصاب د معرفۍ پر مهال، ندیم ټینګار وکړ چې پخواني حکومت مضمونونه له منځه وړل شوي او د کار بازار له اړتیاوو سره سم نوي مضمونونه ترتیب شوي دي. په ورته وخت کې افغان ملتپال ويره لري چې طالبانو ښايي يو بشپړه پاکستانی نصاب له اردو څخه پښتو ته راژباړلی وي، او غواړي چې د افغانانو څخه فکري پاکستانيان جوړ کړي.

ندا محمد ندیم وايي: «موږ دوه کاله په نصاب کار وکړ. د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستول شو. پرېکړې شوې دي. ښه تازه معلومات راغلي دي. پخوانۍ موضوعګانې لیرې شوې. د ټولنې اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.» په دې نوي نصاب کې د کار بازار اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړل شوی، او هغه مضمونونه چې د پخواني حکومت په وخت کې تدریس کېدل، له منځه وړل شوي دي.

طالبان د پوهنتونونو په نِصاب کې د نويو بدلونونو خبره په داسې مهال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په يوه مرکه کې ويلي و، چې افغانان ځکه د پاکستان څخه بد وړي چې د هغوی په تعليمي نصاب کې د پاکستان ضد مسائل اچول شوي و، مولانا زياته کړه چې طالبانو ور سره ژمنه کړې تر څو داسې نِصاب ترتيب کړي چې راتلونکي نسلونه د پاکستان دوستان وروزل شي.

| مولانا فضل الرحمن طالبانو ته بلنه ورکړې چې د اسلام اباد او TTP ترمنځ انتخاب وکړي