منځنی ختیځ

د اسراييلو پارلمان د فلسطيني دولت جوړېدو د رد پرېکړه وکړه

د اسراييلو پارلمان د فلسطيني دولت جوړېدو د رد پرېکړه وکړه

اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د اسرائیلو پارلمان (کنیست) د رایو په اکثریت د یوه فلسطیني دولت د جوړېدو د رد په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ.

د اسراییل ټایمز نن د پنځنۍ/ پنجشنبې په سهار راپور ورکړ چې د فلسطيني دولت په اړه دا پریکړه لیک د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایتلافي ګوندونو او د ښي اړخو اپوزیسیون ګوندونو او حتی د بیني ګانټز په مشرۍ د ملي یووالي ګوند په ملاتړ سره تصویب شو.

دغه پرېکړه ليک د نهو رايو په مقابل کې په ٦٨ رايو سره تصويب شو، چې د دوو دولتونو د حل په توګه يې د فلسطيني دولت جوړول رد کړل.

د فلسطین پارلمان دغه اختلافي پریکړه لیک په داسې حال کې تصویب کړ چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پراخې خبرې اترې روانې دي او د دوو دولتونو جوړېدو حل یو له هغو انتخابونو څخه دی چې نړیوال سازمانونه او هیوادونه یې ملاتړ کوي.

| سعودي عربستان د خپلواک فلسطيني دولت پر جوړېدو ټينګار وکړ