بهرني راپورونه

سعودي عربستان د خپلواک فلسطيني دولت پر جوړېدو ټينګار وکړ

فلسطيني دولت

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير شهزاده فیصل بن فرحان وايې په منځني ختيځ کې د امن راوستلو تر ټولو غوره لار د يو خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل دي.

 

شهزاده فیصل بن فرحان د فلسطيني دولت په اړه دا خبري د مونيخ په امنيتي ناسته کې د ګډون پر مهال د اسرايلو سره د اړيکو د عادي کېدو لپاره د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې.

 

د سعودي د بهرينو چارو وزير په خپلو خبرو کې وويل سعودي په غزه کې اوربند ته پر هوکړې کارکوي، او موږ غواړو هر څومره ژر اسرايل د غزې څخه ووزې او هلته بشري مرستو په لېږد کې چټکوالی راشې.

 

بن فرحان زياتوي.« زموږ ټول تمرکز پر اوربند او دغزې څخه د اسرايلي ځواکونو پر وتلو دی، او دا چې هلته د بشري مرستو پر رسولو تمرکز ډېر شې.»

 

سعودي په ځلونو ويلې تر هغو به د اسرايلو سره اړيکي عادي نکړې تر څو چې اسرايل د غزې د جګړې څخه په شا نشې او هلته يو خپلواک فلسطيني حکومت ته واک ونه سپاري.

 

په دغه غونډه کې د اسرايلو ولسمشر اسحق هرټسوګ بيا پر سعودي عربستان ږغ کړی تر څو د اسرايلو سره اړيکي عادي کړې او دواړه هیوادونه په خپل منځ کې مشارکت پيل کړي.

 

هرټسوګ زياتوي.« پر اسرايلو د حماس ډلې د بريد یو هدف دا و چې له رياض سره د اسرايلو د اړيکو عادي کولو خبرې وځنډېږي.

 

سعودي عربستان په ورستيو کې د اسرايلو په وړاندي په خپل دريځ کې بدلون راوستی او په نړيوالو سټيجونو يې اسرايل د ملکي وګړو په وژنه تورن کړي دي.

 

ايران، حزب الله، حماس، حوثيان، عراق او سوريه اسرايل يو صهيونيستي او جابر رژيم ګڼې او همېشه يې ددې هيواد پر ملاتړو ډلو او هيوادونو پر اهدافو بريدونه کړې دي.

 

خو امريکا، بريټانيا، فرانسه او اسرايل بيا حزب الله، حماس، حوثيان ترهګر او ايران، عراق او سوريه بيا د ترهګريزو ډلو په ملاتړ تورنوي.

 

دا په داسي حال کې ده چې تېره شپه اسرائیلي پوځونو په غزه کې پر يو شمېر ملیکانو بريدونه کړې چې پکې ۸۷ کسان وژل شوي او له دې سره په غزه کې د وژل شويو ملکي وګړو شمېر ۲۸ زره ته ورسېد.

| د غزې په تړانګه کې د وژل شويو فلسطيني وګړو شمېر ۱۹،۶۶۷ تنو ته ورسېد