راپورونه کورني راپورونه

طالبانو کابل کې د داعش ډلې له غړو سره د خلکو د نښه کولو ليستونه موندلي دي

داعش

د طالبانو تر ملاتړ لاندې المرصاد راپور ورکړی چې طالبانو کابل کې د داعش ډلې پر يوه پټنځای د عملياتو په ترځ کې د داعش خراسان د يوې مهمي شبکې څو غړي نيولي دي.

دغې ورځپاڼې زياته کړې چې دغه عمليات تېره اوونۍ (څلورنۍ/چهارشنبه د چنګاښ ۲۰مه او د جولای ۱۰مه) د کابل په پنځمه ناحیه کې تر سره شوي دي، راپور زياتوي چې د داعش ډلې دغو کسانو پلان درلود چې د محرم او عاشورا په مراسمو کې مرګوني بريدونه وکړي.

د المرصاد په خبره د دغه پټنځای مشر يو داسې افغان دی چې په بلوچستان کې روزل شوی او يوه پاکستانۍ ښځه هم ورته په نکاح شوې ده. راپور کې راغلي چې په دې کسانو کې د داعش ډلې هغه بريدګر هم نيول شوي چې څو مياشتې وړاندې يې د کابل کوټه سنګي کې د اهل تشعيه افغانانو د سورلي پر موټر بريد کړی و.

المرصاد ويبپاڼې همدارنګه زياته کړې چې د دغې ډلې سره د يو شمېر پاکستاني سياستوالو او مذهبي کسانو د نومونو ليست هم نيول شوی کوم چې د پاکستان د حکومت مخالفه دي او داعش ډله غواړي چې هغوی له منځه يوسي. راپور کې همداراز ويل شوي چې د دې ډلې سره د يو بل ګاونډي هېواد او افغانستان د ځينو شخصيتونو د نومونه ليست هم نيول شوی چې د داعش ډلې لخوا به وژل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ادعا کړې چې په هېواد کې يې داعش ډله له منځه وړې خو د طالبانو خپلې رسنۍ وخت ناوخته پر دغې ډلې د طالبانو لخوا د عملياتو خبرونه ورکوي.

| وای نټ:داعش او القاعده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې واک ته د رسېدو په حال کې دي