راپورونه کورني راپورونه

وای نټ:داعش او القاعده د طالبانو تر واکمنۍ لاندې واک ته د رسېدو په حال کې دي

وای نټ داعش او القاعده

وای نټ نیوز راپور ورکړی چې داعش او القاعده په افغانستان کې د طالبانو تر څارنې لاندې د واک ترلاسه کولو په حال کې دي.

د وای نټ راپور وايي، “له افغانستان څخه د امریکا وتلو سیمه ییزو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې چې خپل کاري ځواک او وړتیاوو ته په بې ساري ډول وده ورکړي. مګر طالبانو پخوا ویلي وو چې دوی په افغانستان کې داعش له منځه وړی دی.

خو ورځپاڼه زیاتوي: “که څه هم د داعش خراسان د ځایي اوسېدونکو د محدود ملاتړ، د امریکايي ځواکونو او افغان پوځ د هدفي بریدونو او د طالبانو پر وړاندې د هغوی د جګړې له امله په افغانستان کې د جمهوري رژيم پر مهال سقوط وکړ؛ خو وروسته له هغه چې طالبان په هېواد کې واک ته ورسېدل، دغه ډله اوس خپل صفونه منظموي.

وای نټ نیوز لیکلي چې په هیواد کې “القاعده او داعش” دواړه په وده کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د امنیت د څار اداره وايي، داعش په تېرو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې شپږ بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو تحلیلي ډلې مخکې د ۲۰۲۳ کال د جون په خپل راپور کې په افغانستان کې د القاعدې د ودې او نوي کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په همدې حال کې تېره میاشت د القاعدې اوسني مشر په یوه پیغام کې د شبکې له غړو وغوښتل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ولاړ شي او د هغوی له کارنامو دې زده کړه وکړي.

| جان هوون: د طالبانو واکمنۍ سره په سيمه کې ترهګري ډلې زړوري شوي