راپورونه کورني راپورونه

د جنسي غوښتنې نه منلو وروسته خوست کې يوه طالب دغه هلک وژلی دی

طالب

سرچينو نن (يونۍ/ يکشنبه د چنګاښ ۱۰مه) ويلي چې دو ورځې وړاندې د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په خلبساتو سيمه کې د جمشېد په نوم دغه ۱۴ کلن هلک د حميدالله په نوم د يوه طالب سرتېري لخوا وژل شوی دی.

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ طالب سرتېري حميدالله د جمشېد څخه ناوړه غوښتنه کړې وه چې د جمشېد لخوا تر رد کېدو وروسته يې د شپې ۸:۳۰ بجې جومات ته د تګ پرمهال په ډزو ویشتلی دی.

طالب سرتېري حميدالله چې د پلار نوم يې حيات الله دی په صبريو ولسوالۍ د طالبانو رسمي او برحاله غړی دی او په خپل جرم يې اعتراف هم کړی دی.

په خوست کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم دغه خبر منلی خو حميدالله يې يو مجرم ياد کړی او دا خبره يې پټه کړې چې نوموړی د طالبانو يو برحاله کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په يو شمېر ولایتونو کې د طالبانو لخوا پر ښځو او هلکانو د جنسي تېري راپورونه خپاره شوي دي.

سرچينې: تخار کې دوو طالبانو پر يوه ښځه جنسي تېری کړی