ټیکنالوژي راپورونه کورني راپورونه

طالبان د بشپړه کنټرول لپاره د ټولو افغانانو موبایل ټیلیفونونه ثبتوي

موبایل

طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانانو د موبایل ټیلیفونونو د ثبتولو لپاره یې یو سیستم پیل کړی دی.

دغه وزارت وايي، د هېوادوالو ترمنځ یې د فورمو په وېشلو سره د هېوادوالو د موبايلونو د ثبت لړۍ پيل کړې ده.

د دونۍ/ دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په څلورمه، د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین غني په ايکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ګرځنده تلیفونونو ثبتول «د هیوادوالو د ګرځنده تلیفونونو د خوندیتوب او ډاډ لپاره ترسره کیږي.»

ښاغلي قانع لیکلي: «د دې کار لپاره د خلکو د موبایلونو د ثبتولو او د فورمو د وېش بهیر له یوه کال راهیسې روان دی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوی به په راتلونکي کې د هېواد په ټولو برخو کې د ګرځنده ټیلیفونونو د ثبت لړۍ عملي کړي.

که څه هم طالبانو اعلان کړی چې د خلکو د ټیلیفونونو د خوندي کولو لپاره یې دا پروسه ترسره کړې او په دې توګه یې ۷۰۴ غلا شوي تلیفونونه موندلي دي، خو منتقدین وايي چې له طالبانو سره د موبایل ټیلیفونونو ثبتول د خلکو د لا زیات کنټرول اجازه ورکوي.

طالبانو تر دې وړاندې په افغانستان کې د ټولو کاروونکو سيمکارټونو د بيا ځلې ثبتولو امر هم کړی و چې د شپږو مياشتو په موده کې ټولو خلکو خپل سيمکارتونه بيا راجستر کړه او چا چې نه وه راجسټر کړي د هغوی سيمکارټونه بند شوي دي، ذبيح الله مجاهد هماغه وخت ويلي وو چې د سيمکارتونو د ثبت وروسته به د موبایل ټیلیفونونو د ثبت پروسه پیلوي.

| مجاهد: د سيمکارتونو د ثبت وروسته به د موبايلونو د ثبت پروسه پيل کړو