ټیکنالوژي راپورونه

مجاهد: د سيمکارتونو د ثبت وروسته به د موبايلونو د ثبت پروسه پيل کړو

د موبایلونو د ثبت پروسه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په افغانستان کې د ټولو سيمکارتونو د ثبتولو وروسته به د موبايلونو د ثبت پروسه هم پيل کړي.

د مجاهد دغه پيغام نن درينۍ/سه‌شنبه د ټولنيزې رسنۍ ايکس له لارې خپور شوی دی، هغه زياته کړې ده چې د افغانستان اسلامي لخوا تازه د ټولو سيمکارتونو د ثبتولو پروسه پيل شوې ده د ده په خبره د دې پروسې د بشپړېدو سره به د ټولو موبايلونو د ثبت پروسه هم پيل شي.

ذبيح الله مجاهد ويلي چې دغه بهير به په هېواد کې ټولنيز او برېښنايي امنيت خوندي کړي.

ويل کېږي چي تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت په پلازمېنه کابل کې موبايل پلورنځيو ته ويلي وو چې د موبايل پلورلو پر مهال د پېرودونکي نوم، د موبايل شمېره او د موبايل (آی ايم اې) شمېره په يوه ځانګړي فورم کې ثبت او راجستر کړي.

په همدې حال په کابل کې د پوليسو وياند خالد ځدراڼ رسنیو ته ويلي وو چې په ټول کابل کې د امنيتي کامرو د نصبولو چارې ګړندۍ کوي تر څو د کابل امنيت لا ډاډه شي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د امنيتي چارو لپاره يو لړ اقدامات تر سره کوي چې په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې امنيتي پېښي او موخيزي وژنې زياتي شوي دي.

| د بهرنيو چارو وزارت وايي، له افغانستانه بهر د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړي بهير پيلوو