ادبیات کلتور او هنر

یونیسکو د مولانا جلال الدین بلخي د زوکړې ورځ “نورو ته د درناوي” ورځ نومولې

مولانا

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د یو افغان عالم هڅو ته د درناوي په پار د تلې ۱۵مه (د مولانا جلال الدین محمد بلخي د زوکړې ورځ) د “نورو ته د درناوي” د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.

مولانا جلال الدین محمد بلخي، د ۵۸۶ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۱۵ نیټه د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې زیږیدلی دی.

د مولا‌نا جلال الدین محمد بلخي پلار محمد بن حسین د سلطان علما په نوم مشهور خطیب و.

مولانا په ماشومتوب کې د چنګیز د حملې پر مهال له خپلې کورنۍ سره له بلخ څخه د ترکیې کونيا ښار ته هجرت وکړ او هلته مشهور شو.

مولانا د ۶۵۲ کال د مرغومې د میاشتې په څلورمه نیټه د خپلې ناروغۍ له امله وفات شو.

د هغه مقبره په کونيا کې د هغه د مذهب مینه والو او پیروانو لپاره د زیارت ځای دی.

شیخ بهايي چې د فارس د تمدن یو تکړه او مشهور شاعر دی چې په اوسني لبنان کې زیږیدلی دی، په خپل یوه بیت کې د مولانا په اړه داسې لیکلي دي:م

ثنوی او چو قرآن مدل

هادی بعضی و بعضی را مذل

مولانا په تصوف کې لوړ مقام لري او د فکر او مذهب له نظره د احترام او عزت وړ انسان دی.

| په اوسمهاله پښتو سېنما کې څه روان دي؟