راپورونه کورني راپورونه

پښتو ورځ؛ د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې د ودې لپاره د هڅو خبر ورکړ

پښتو ورځ

د مې د میاشتې ۲۹مه د پښتو ورځې په مناسبت د علومو اکاډمۍ د پښتو ادبياتو څانګه وايي چې د دې ملي ژبې د ودې لپاره جدي هڅې روانې دي.

د علومو اکاډمۍ د پښتو ادبیاتو د څانګې غړي ضیاالحق سیند د پښتو ورځ په اړه رسنيو ته وویل: « موږ لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژې پلان کړې. څیړونکي د ژبپوهنې او ژبې د ادبیاتو په برخه کې کار کوي، دوی ساینسي پروژې پلي کوي، او دوی عملاً ساحې ته ځي تر څو ښه لاسته راوړنې ولري.»

په ورته وخت کې د پښتو ورځې په مناسبت د هېواد د پوهنتونونو یو شمېر استادان، لیکوالان او هېوادوالو هم د هېواد د ملي ژبې د لا پراختیا غوښتونکي دي.

د علومو اکاډمۍ غړي خالد تکل د دې ورځې په اړه وويل: «زما وړانديز دا دى چې پښتو ژبه دې د شعارونو له حالت څخه وويستل شي او په عمل کې دې د ساينس ژبه، د تکنالوژۍ ژبه او د رسمياتو ژبه شي ژبه شي.»

د علومو اکاډمۍ مرستيال څېړونکي نورالحبيب نثار رسنيو ته وويل: «د پښتو ژبې د ودې لپاره بېلابېلې لارې چارې شته او کار روان دى. رسنۍ د هغې په پرمختګ کې لوی رول لوبوي. که هغه چاپي رسنۍ وي یا ټولنیزې رسنۍ.»

د مې ۲۹مه نېټه د پښتو ورځ سره برابره ده، چې هر کال د هېواد د فرهنګیانو له خوا لمانځل کېږي.

دغه ورځ به پخوا د افغان چارواکو لخوا‌ هم لمانځل کېده نو کله چې د طالبانو حکومت راغلی ، بيا يې هيڅ طالب چارواکې يادونه نه ده کړې، په استثنایي توګه د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ پرون پر خپله فېسبوک پاڼه په اشارې سره د دغې ورځې يادونه کړې وه.

پښتو ورځ د ۲۰۱۲ کال راهيسي لمانځل کېږي چې د نور رحمان لېوال لخوا ټاکل شوې ده.

| په اوسمهاله پښتو سېنما کې څه روان دي؟