راپورونه کورني راپورونه

طالبانو په دريو ولايتونو کې ۱۱ کسان د غلا او شرابو څيښلو په تور په دورو وهلي دي

دورو

د طالبانو سترې محکمې نن د درېنۍ/ سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بامیان، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې یې ۱۱ تنه د غلا او شرابو د څيښلو په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په بامیانو کې یو کس د شرابو د څيښلو او په کور کې د ځینو شرابو د ساتلو په تور په دوه کاله بند او ۳۹ دورو محکوم شو.

په يوه بل خبر کې راغلي، چې دغې محکمې په نيمروز ولايت کې اتو تنو ته د غلا په تور د دورو وهلو سزا ورکول شوې ده، طالبان وايي، دغو کسانو ته د بند سزا او له ۱۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

په ورته وخت کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې د دونۍ/ دوشنبې په ورځ یې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دوه تنه د غلا په تور په ۳۰ دورو او یو کال بند محکوم کړل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د دغې ډلې د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې په دورو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې د محکوم شویو کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په عام محضر کې جسمي سزاګانې، اعدامونه او د غړو غوڅېدل بیا پیل کړي دي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د جسمي مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې، خو طالبان وايي چې د «اسلامي شریعت» پلي کولو ته دوام ورکوي.

| د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د افغان حاجيانو سږنۍ سهمیه او د حج لګښت اعلان کړ