راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د افغان حاجيانو سږنۍ سهمیه او د حج لګښت اعلان کړ

حج او اوقافو

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب وايي، د حاجیانو د سهميې له مخې به سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

ښاغلي ثاقب د حج او اوقافو وزارت په یوه خبري ناسته کې د خپلو خبرو پر مهال دغه موضوع راپورته کړه او زیاته یې کړه، چې سږ کال د هر حج د حج لګښت ۳۸۶۵ ډالره دی. خو شیعه حاجیان باید د دې پیسو څخه ۵۰ ډالره اضافه ورکړي.

دا چې اهل تشيعه هېوادوال ولې پنځوس ډالره اضافه ورکوي په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکول شوی خو داسې ويل کېږي چې د اهل تشعيه خلکو لپاره سعودي عربستان د ويزې فيس لوړ ټاکلی دی.

د طالبانو دغه چارواکي وويل چې د دغو حاجيانو د ليږدونې د مسؤليت چارې دوه کورني هوايي شرکتونه په غاړه لري.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت تېر کال هم اعلان کړی و چې له افغانستان څخه ۳۰ زره حج کوونکو چې ۸ زره یې ښځې وې، د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هر ولايت څخه تر ۳۰ زرو يا له دې څخه هم ډېرو کسانو د حق اداکولو لپاره نومونه ليکلي وو.

| په افغانستان کې د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې تازه يې په بغلان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف پر رياست برید کړی.