حادثې کورني خبرونه

په فاریاب کې يو طالب د خپلې مېرمنې لخوا وژل شوی دی

د فاریاب ولایت سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو غړی د خپلې مېرمنې له خوا وژل شوی دی.

سرچینې د د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د غويي په ۱۲ مه رسنیو ته وویل، چې دا پېښه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، دغه کس چې سيد اسلم نومېده، په فارياب ولايت کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اداري مدير په توګه يې کار کاوه.

د مالوماتو له مخې د طالبانو دغه غړى دخپلې ميرمنې لخوا د انګورو په باغ کې په ډزو وژل شوى دى.

سید اسلم د تېر حکومت د پولیسو غړی و، خو له سقوط څو میاشتې وړاندې له طالبانو سره یو ځای شوی و.

په فاریاب ولایت کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو په تېره بیا فاریاب ولایت کې ورته پېښې شوې وې.

په یوه بله پیښه کې کابو درې میاشتې وړاندې د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غړي خپله میرمن وژلې وه.

| فارياب ولايت کې يوې ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې