بهرني راپورونه

جان کربي: امریکا په دمشق کې د ايران پر کونسلګرۍ په برید کې هیڅ رول نه درلود

د ايران پر کونسلګرۍ

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ايران پر کونسلګرۍ تر هوايي برید دوه ورځې وروسته، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، چې امریکا په دې برید کې لاس نه لري.

جان کربي د ايران پر کونسلګرۍ د بريد په اړه دغه څرګندونې د وري/حمل په ۱۴مه نېټه په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د تهران انتقامي اقدام ته انتظار باسي او که نه، وویل: هغه د ایران د ستر رهبر یا د اسلامي انقلابي ګارډ د پرېکړې وړاندوینه نه شي کولای، خو هغه په ​​ښکاره وویل چې امريکا د دمشق په بريد کې هیڅ رول نه لري.

ایرنا خبري اژانس وایي د سپینې ماڼۍ ویندوی وویل د ایران د خارجه چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان هغه څرګندونې چې د امریکا په دغه بريد کې مسؤله ده، بې اساسه دي.

دغه امریکايي چارواکي ټینګار وکړ: د تل په څیر، دوی د خپلو ځواکونو ساتنه خورا جدي نیسي او په عراق او سوریه کې به د خپلو ځواکونو او اډو ساتنه وکړي.

د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید د ګڼو هېوادونو له خوا په پراخه کچه غندل شوی دی.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلو د هوايي بریدونو په غبرګون کې چې د ایران د سپاه پاسداران د دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان په کې ووژل شول، ویلي وو چې د دې پېښې د پایلو مسوول تل ابیب دی.

عبداللهیان ویلي، دا برید له ټولو نړیوالو مکلفیتونو او کنوانسیونونو سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه چې په غزه کې د اسراييلو “پرله پسې ناکامۍ” او خپلو اهدافو ته نه رسیدل د دې لامل شوي چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو خپل “ذهني توازن” له لاسه ورکړي.

| ايران: د اسرايلو بريد ته به سخت او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو