بهرني راپورونه

ايران: د اسرايلو بريد ته به سخت او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو

ايران

ايراني رسنيو خبر ورکړی چې تېره ورځ د سوريي پلازميني دمشق کې د ايران پر کونسلګرۍ د اسرايلو په بريد کې د سپاه پاسداران ځواک انقلاب دوو لوړ پوړو جنرالانو په ګډون پنځه افسران وژل شوي، چې د ايران او اړونده مليشو غوسه يې راپورته کړې او د غچ اخيستې ګواښ يې کړی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلې چې برید کې د محمد رضا زاهدي په نوم د ايران د سپاه پاسداران انقلاب یو جنرال او د هغه مرستیال جنرال محمد هادي حاجي رحیمي وژل شوي دي.

دغه بريد چې تېره ورځ د ماپښين څخه وروسته د اسرايلو د جنګي جيټ الوتکو په توسط ترسره شوی، د کونسلګرۍ ودانۍ يې په بشپړ ډول لمنځه وړې او ودانۍ ته څېرمه يې څو سوريايي وګړي هم وژلي دي.

د ايران د بهرنیو چارو وزير حسين امير عبدالهيان له نړيوالي ټولنې غوښتي چې په دمشق کې ددوی پر کونسلګرۍ د اسرايلو بريد ته سخت ځواب ورکړي.

عبدلهيان ويلې چې په بريد کې ددوی لوړ پوړي چارواکي وژل شوي او ايران به ددغو بريدونو ځواب ورکړي.

اسرايلو پوځ تر اوسه ددې او پر ايراني لوري د ورته نورو لويو او وړو بريدونو په هکله څه ندي ويلې خو د غزې د جګړې په جريان کې د اسرايلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلې چې پوځ يې د ايران او دهغو د لاسپوڅو مليشو د لمنځه وړلو په چارو بوخت دی.

په سوريه کې د ايران سفير حسين اکبري او د سپاه پاسداران ځواک انقلابي قومندانۍ د بريد په هکله د غچ اخيستنې خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندي په لبنان کې د حزب الله ډلې هم دغه بريد ته د سخت او غاښ ماتوونکی ځواب ګواښ کړی.

اسرايل په منځني ختيځ کې د پنځو هيوادونو، او شپږو لويو جنګي ډلو سره په جګړه بوخت هيواد دی، چې هميشه یې د هغوی پر خاوره او عرضی تماميت بریدونه کړې دي.

| ايران: سوريه کې د سپاه پاسداران پر غړو بريد بې ځوابه نه پرېږدو