بهرني راپورونه

په قاهره کې د مصر او قطر په منځګړيتوب د غزې د اوربند مزاکرات پيل شول

قاهره

د مصر پلازمينه قاهره کې د کوربه هيواد او قطر په منځګړيتوب د اسرايلو او حماس ترمنځ د اوربند مزاکرات په داسي حال کې پيل شول چې حماس ډلې استازي پکې حضور نلري.

اسرايلو وروسته له هغه قاهره کې درېيم پړاو مزاکراتو ته غاړه کېښوده چې تل ابيب او بيت المقدس کې زرګونو اسرایلیانو پر خپل حکومت او لومړي وزير نتنياهو نيوکې وکړې او د خپلو يرغمل شويو د خوشي کولو غوښتنه يې وکړه.

اسرایلو له حماس څخه د شپږ اونييز اوربند په مقابل کې د خپلو يرغمل شويو ډ خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو حماس بيا ويلې تر هغو به يرغمل شوي خوشي نکړې تر څو اسرايل د غزې څخه په شاه نشې.

حماس ډلې سره دا مهال ۱۳۰ اسرايليان برمته دي او تر هغو بې خوشي نکړې چې اسرايلي پوځ له غزې څخه ټول نشې.

اسرائیل دغه وړاندیز نه مني او ویلي یې دي چې په غزه کې د حماس خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په مخکنیو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ تنه نور فلسطینیان هم د اسرائیل په حملو کې وژل شوي دي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، ځینې یرغمل شوي کسان د لسګونو فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې خوشې شول.

تر اوسه په غزه کې د اوربند د ټینګښت په هدف د خبرو څو پړاوونه بې نتیجې پاتې شوې دي.

د مصر او قطر تر څنګ د امریکا متحدو ایالتونو هم د دغو مذاکرو منځګړیتوب کړی دی.

واشنګټن له اسرائیل غواړي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې خپل پوځي عملیات پیل نه کړي، خو اسرائیل ادعا کوي چې د حماس ډلې غړي او ځینې مهم کسان په رفح کې پټ دي.

دا په داسي حال کي ده چې رفح ګڼ ميشتي ښار کې د يوې سروې پر بنسټ څه باندي ۲ ميليونه کډوال پر لارو سړکونو او خيمو کې ژوند کوي.

| په مصر کې د اسراييلو او حماس تر منځ د اوربند په اړه د مزاکراتو نوی پړاو پیلیږي