بهرني راپورونه

په مصر کې د اسراييلو او حماس تر منځ د اوربند په اړه د مزاکراتو نوی پړاو پیلیږي

اسراييلو

راپورونه وايي ټاکل شوې ده چې نن د مصر په پلازمېنه کې قاهره کې د امريکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د اسرايلو او حماس تر منځ د اوربند د مزاکراتو نوی پړاو پيل شې.

امريکايي، قطري او د حماس ډلې پلاوي تېره ورځ قاهرې ته رسېدلي خو اسراييلو ويلې په دې مزاکراتو کې د ګډون کوم پلان نلرې.

تر دې وړاندي ويل شوې وه چې د اسرايلو حکومت ددې خبرو د پيل هرکلی کړی او پرېکړه د حماس په لاس کې ده، خو اوس داسي ښکاري چې اسرايل به ګډون ونکړې.

منځګړي هيوادونه غواړي د شپږو اونیو لپاره په غزه کې اوربند قايم شې او پر مهال يې د اسراييلو سره د حماس اوحماس ډلې سره د اسرايلو يرغمل شوي زندانيان هم خوشې شې.

حماس ډلې ويلې دوی د اوربند تر څنګ غواړي اسراييل د غزې څخه په بشپړ ډول ووځې او په رفح کې هم خپل عملیاتونه ودروي.

خو اسراييلو ويلې تر څو چې يې حماس ډله بشپړه لمنځه نه وي وړی تر هغو به په شاه نشې او د رفح په شمول به په هغو هيوادونو کې هم بريدونه وکړې چې د حماس ډلې د پټنځايونو ګمان پرې کېږي.

اسرايلو د حماس څخه غوښتې چې ددې ريژيم ۱۳۰ يرغمل شوي ور خوشې کړې خو داسي ويل شوې چې د حماس سره ددې ريژيم د يرغمل شويو له ډلې څخه ۳۰ يې مړه شوي او پاتي سل د حماس سره دي.

د حماس او اسرایلو تر منځ د جګړې کابو شپږ مياشتي کېږي، چي په ورځني شکل په هرو دولسو ساعتونو کې تر ۵۰ زيات فلسطينيان وژل شوی، او د مهال د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰ زرو لوړ شوی.

تر اوسه دا ندي ويل شوي چې قاهره کي به د حماس او اسرايلو تر منځ د اوربند دا مزاکرات څو ورځې دوام وکړې خو امريکا هيله ښودلې چې ښې پايلي به ولري.

د حماس او اسرايلو تر منځ د اوربند پر سر دا مزاکرات په داسي حال کې پيلېږي چې امريکا ژمنه کړې تر روژې وړاندي به اسرايلي او د حماس ډلې يرغمل شوي خپلو کورونو ته لاړ شې، او د مځکې او هوا له لاري به غزې ته بشري مرستو او خواړو مرستې ورسېږي.

| د غزې جګړه، اسراييلو پر اوربند هوکړه کړې خو حماس لا کوم اقدام ندی کړی