راپورونه کورني راپورونه

ناپېژاندو وسله والو په لغمان کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی په ډزو وژلی دی

لغمان

د لغمان ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې ویلي، ناپېژاندو وسله والو په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د څانګې یو غړی وژلی دی.

سرچينې نن خالي/شنبه د وري/حمل په ١١مه، رسنيو ته وويل، چې د طالبانو د استخباراتو دغه غړى د پنځنۍ/پنجشنبې په شپه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په چهارباغ سيمه کې په ډزو وژل شوى دى.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دغه کس فضل الربی نومېده او د خپل کور پر لور روان و.

دغه وژل شوی کس ۳۵ کلن او د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و. په لغمان ولایت کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو د راپورونو پر بنسټ په دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد پوځي جبهې فعالې دي.

تر دې وړاندې په یوه بله ورته پیښه کې د تېر کال د ليندۍ په ۲۸مه د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې وه چې د دې جبهې ځواکونو په لغمان ولايت کې د طالبانو یو غړی وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

| ناپېژاندو وسله والو په لوګر ولايت کې يو طالب قوماندان وژلی