راپورونه کورني راپورونه

طالبانو پنجشير ولايت کې درې پخواني نظاميان نيولي دي

پخواني

د پنجشیر ولایت څخه سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دې وروستیو کې د ملي اردو درې پخواني سرتېري په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي او نامالوم ځای ته لېږدول شوي دي.

سرچينې نن خالي/شنبه د وري/حمل په ١١مه، رسنيو ته وويل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو دغه درې تنه پخواني نظاميان چې سيد جعفر، نعيم او صميم نومېږي څلور ورځې وړاندې له خانجي ولسوالۍ څخه نيولي او يوه نامالوم ځاى ته يې لېږدولي دي.

د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ، نيول شوي درې واړه پخواني سرتېري د پنجشېر ولايت د خينج ولسوالۍ د پېشغور کلي اوسېدونکي دي.

د دغو بندیانو له ډلې د یوه بندي خپلوان بیا وايي چې طالبانو ياد بندي کاپیسا ته انتقال کړی دی.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتي ځواکونه د دغو درېيو کسانو د نيولو لپاره له کاپيسا ولايت څخه پنجشېر ته راغلي وو.

په پنجشير ولايت کې د طالبانو چارواکو تر اوسه پورې د دغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي .

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوه نيمو کلونو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زيات شمېر افغانان نيولي او شکنجه کړي او په سلګونو نور يې په بېلابېلو تورونو د اوږدې مودې راهيسي په زندانونو کې اچولي دي‌.

خو د طالبانو مسؤلينو هر وخت دغه ډول تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې د دوی حکومت يوازي جنايي مجرمين نيسي او په سزا يې رسوي.

| نجيب الله سرحدي پخوانی نظامي دی چې په هلمند کې طالبانو نادرکه کړی