راپورونه کورني راپورونه

نجيب الله سرحدي پخوانی نظامي دی چې په هلمند کې طالبانو نادرکه کړی

طالبانو په هلمند کې د مخکيني حکومت يو نظامي نادرکه کړی

دا نظامي نجيب الله سرحدي نومېږي چې په تېر جمهوري نظام کې يې په ملي امنیت کې د يوه افسر په توګه دنده تر سره کړې وه.

د نيول شوي نظامي کورنۍ وايي چې يوه اوونۍ وړاندې طالبانو نجيب الله سرحدي ونيوه، مګر د هغه په اړه تر اوسه پورې هيڅ مالومات دوی ته نه دي ورکول شوي.

د ښاغلي سرحدي کورنۍ همدارنګه وايي، چې څو ځله يې د نجيب الله سرحدي د موضوع په اړه د طالبانو د مسؤلينو سره ليدلي خو هغوی ورته ويلي چې موږ د نجيب الله د نيولو په اړه خبر نه لرو.

طالبانو تر دې وړاندې په هلمند کې د پخواني حکومت د غړو د پېژندلو په خاطر مؤسساتو ته امر کړی وو چې د مؤسسو ټول کار کوونکې بايد د استخباراتو رياست استعلام د ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو څخه د تېر جمهوري نظام د نظاميانو د نيونې او وژنې خبرونه راځي، تېره اوونۍ په کابل کې يو پخوانی نظامي وژل شوی وو او موټر يې وژونکو له ځان سره بېولی وو، د سرچينو له قوله چې ياد کس د طالبانو لخوا وژل شوی وو.

|په هلمند کې د طالبانو استخباراتو نوي محدوديتونه رامنځته کړي