ټیکنالوژي ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

ايلون ماسک د ايکس پريميم ته د لاسرسي لپاره وړيا ځانګړتياوې رامنځته کړې

ايکس پريميم

د ايکس شبکې مشر ايلون ماسک تازه ويلي چې، د ايکس يا پخواني ټويټر ټولنيزي رسنۍ ټول هغه حسابونه چې د ۲۵۰۰ تصديق شوو اکونټونو لخوا څارل/فالو شوي وي، د دې وړتیا ورکړې چې د دې ايکس پريميم ځانګړتیاوې په وړیا توګه وکاروي، او هغه کاروونکي اکونټونه چې د تصدیق شوي اکونټ سره له ۵۰۰۰ څخه ډیر څارونکي ولري، د دې ټولنیزې شبکې ټولي پریمیم پلس ځانګړتیاوې به ورته وړیا وي.

د ايکس پريميم هغه واکونه کارونکو ته په لاس ورکوي کوم چې کاروونکي ورته په عادي توګه لاسرسی نه لري. د پریمیم او پريميم پلس ځانګړتیاوې په دې توګه دي لکه: د پوسټونو بيا سمون يا ايډيټ کول، اوږده پوسټونه او اوږدې ویډیوګانې اپلوډونه، د ځواب لومړیتوب، متن ته بڼه ورکول، د بک مارک فولډر، Grok اسانتيا، پر مخپاڼه د سوداګريزو خبرتياوو کمي راتلل، د خپل ايکس اکونټ څخه پيسې ګټل او نور هغه څه شامل دي چې د ايلون ماسک د مشرۍ وروسته په دغه شبکه کې رامنځته شوي دي‌.

د يادول وړ ده چې د پريميم ځانګړتياوې پرته له پورتنيو شرايطو د پوره کولو څخه د مياشتې له ۱۰ ډالرو څخه نيولې تر ۳۲ ډالرو پورې قيمت لري چې د هېوادونو نرخونو توپير کوي.

ايلون ماسک تر دې وړاندې ويلي و چې د ايکس شبکې لپاره به د ځيرک ټلویزونونو اپليکېشن جوړوي ترڅو د ويډيو په برخه کې دغه شبکه د يوټوب سياله جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ايلون ماسک يو نيم کال وړاندې د ټويټر شبکه په ۴۴ ميليارده ډالرو واخيستل چې د اخيستو وروسته يې يو شمېر لوی بدلونونه پکې راوستل چې د هغو له جملې څخه يو يې د ټويټر څخه ايکس ته د دغې شبکې نوم بدلول، د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اکونټ بيرته خلاصول، شنه او تصديق شوي پارکونه په پيسو ورکول او يو لړ نوري ځانګړتياوې او بدلونه پکې رامنځته کول و.

| ايلون ماسک غواړي چې ايکس يا پخواني ټويټر د يوټيوب سيال کړي