ټیکنالوژي ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

ايلون ماسک غواړي چې ايکس يا پخواني ټويټر د يوټيوب سيال کړي

ايکس

ایلون ماسک تازه اعلان وکړ چې د ايکس اوږدې ویډیوګانې به ډیر ژر په سمارټ تلویزیونونو کې شتون ولري.

مخکې لدې چې ماسک دا څرګندونې وکړي، فارچون مجلې راپور ورکړ چې د ايکس ټولنيزه رسنۍ غواړي راتلونکې اوونۍ د امازون او سامسنګ کاروونکو لپاره د تلویزیون اپلیکیشن جوړ کړي.

د هغو راپورونو له مخې چې د خالي/شنبې په ورځ د کب په ۱۹ خپاره شوي دي، دې پلیټ فارم د تیر اکتوبر په میاشت کې یو شمیر کاروونکو ته د ویډیو او غږیزې اړيکي لومړنۍ نسخه چمتو کړه، او دا ځانګړتیاوې د ایلون ماسک د پلان سره سمي تر سره کېږي چې د پیغام رسولو څخه نيولې تر هرې نقطې پورې د تادیاتو پورې د ادايتي او نورو خدماتو وړاندې کول دي.

ماسک د ایکس کارونکي پوسټ ته ځواب ورکړ چې « دا ډېر ژر راځي » کارونکي پوښتنه کړې وه چې ایا اوږدې ویډیوګانې مستقیم په سمارټ تلویزیونونو کې کله راځي.

د فورچون د راپور له مخې، دا اپلیکیشن د دې وړتیا لري چې د تلویزیون اپلیکیشن په څیر وچلېږي. يوې بلي نامالومي سرچينې بيا ويلي  چې ماسک پلان لري چې له یوټیوب سره سیالي وکړي.

| د فېسبوک، ميسينجر او انسټاګرام ۴۵ دقيقې بندېدو څه بدلونونه راوستل؟