بهرني راپورونه

امريکا په افغانستان کې خپلو همکارانو ته د ويزو په شمير کې زياتوالی راولي

ويزو

راپورونه وايي چې سپينه ماڼۍ پر يوه پلان کار کوي چې له مخي به يې په افغانستان کې د خپل ماموريت همکارانو ته د ځانګړو ويزو په ورکړه کې د پام وړ زیاتوالی راولي په داسي حال کې چې وړاندي ددي بهير د بنديدو خبر وکړل شوی و.

دمتحده ايالاتو د ولسمشر جوبایډن اداره د استازو په جرګه کې له جمهوریپالو وکیلانو سره یوې موافقې ته رسېدلې چې له مخې یې د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي ماموریت سره یې مرسته کړې وي په متحدو ایالتونو کې د ژوند کولو د ويزو په شمېر زیاتوالی راشي.

تمه ده په راروانه اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې تر کلیزې پورې د هغو کسانو شمېر ۳۸۵۰۰ ته ورسېږي چې د کانګرس د پرېکړې له مخې د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا اس ای وي مستحق بللي شوي وو.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوریپال مایکل مککال پرون وویل چې د نوې موافقې په اساس ۱۲ زره نورو افغانانو ته هم د امریکا ویزې ورکول کېږي، خو بايډن ادارې ترې د شل زره ويزو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته تایید کړې چې تر اتیازرو پورې افغانانو د امریکا د ویزو غوښتنه کړې، چې ډيري يې د متحده ايالاتو پر شرايطو برابر دي.

سپينه ماڼۍ په داسي حال کې د خپل افغان همکارانو لپاره د ځانګړو ويزو په شمېر کې د زياتوالي خبر ورکوي چې تر دې وړاندي يې ويلې و چې د افغانستان، کراین او ځينو نورو هيوادونو لپاره به د SIV ويزو لړۍ ودروي.

| ډونالډ بلوم د پاکستاني چارواکې سره د افغان پناه غوښتونکو په اړه ليدلي