راپورونه کورني راپورونه

ډونالډ بلوم د پاکستاني چارواکې سره د افغان پناه غوښتونکو په اړه ليدلي

پناه غوښتونکي

په اسلام اباد کې د امريکا سفير د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدنه کې له پاکستانه غوښتي چې افغان پناه غوښتونکي دي له پاکستانه نه اخراجوي.

د راپورونو پر بنسټ، په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم د پاکستان د بهرنيو چارو د سرپرست وزير جليل عباس سره ليدلې او په دې ليدنه کې يې امريکا ته له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکي وګړو په سوله‌ييز لېږد ټينګار کړی دی کوم چې پر شرايطو برابر دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون درېنۍ/سه‌شنبه د مرغومې په ۱۲مه خپره شوې ويل شوي، دواړو اړخونو په پاکستان کې د مېشتو افغان پناه غوښتونکو له ډلې هغه يې چې امريکا ته د تلو پر شرايطو برابر دي خبرې شوي دي، ويل کېږي چې دا ليدنه د هغو ستونزو د پېښېدو وروسته شوې کوم چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان څخه امريکا ته تلونکې پناه غوښتونکي په زوره له پاکستان څخه افغانستان ته ويستل شوي وو.

تر دې مخکې هم اسلام آباد اعلان کړی وو چې هغه افغان پناه غوښتونکي چې په افغانستان کې يې ژوند تر ګواښ لاندې وي او امريکا ته د تلو په انتظار کې دي له پاکستانه نه وباسي، مګر د راپورنو له مخې پاکستاني پوليسو څو ځله هغوی له پاکستانه په زوره افغانستان ته ايستلي دي.

څه موده وړاندې رويټرز خبر خپور کړی وو چې ۱۳۰ هغه پناه غوښتونکي افغانان چې په افغانستان کې يې ژوند له خطره سره مخ وو او امريکا ته تلونکي وه د پاکستان پوليسو په زوره افغانستان ته اخراج کړي دي.

| پاکستان لسګونه هغه افغانان افغانستان ته شړلي کوم چې امريکا ته تلونکې وه

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم ځينو امريکايي مقاماتو پاکستان ته د سفر په ترځ کې له پاکستانه غوښتي وه چې هغه افغان کډوال دې په جبري توګه له پاکستانه نه وباسي د کومو چې ژوند په افغانستان کې په خطر کې دی.

د مالوماتو له مخې اوسمهال هغه زرګونه افغانان په پاکستان کې د امريکا بشري ويزو ته د انتظار په حال کې دي کومو چې د تېر شل کلن جمهوريت پر مهال د امريکايي مؤسسو سره کار کړی وو، خو د تېرو دوو کالو راهيسي هم په دې نه دي بريالي شوي چې د امريکا بشري ويزې ترلاسه کړي.