حادثې کورني خبرونه

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې

ارغستان

د کندهار ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې.

دا پېښه پرون د دونۍ/ دوشنبې په ورځ د کب په ۲۸مه نېټه د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ د سوپانزو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينو د مالوماتو له مخې دغې نجلۍ وروسته له هغې ځان وژنه وکړه چې د دغې نجلۍ سپین ږیری پلار غوښتل د یوې ځوانې نجلۍ سره د واده په بدل کې خپله لور یوه بوډا سړي ته په نکاح ورکړي.

د طالبانو مسؤلينو تر اوسه د دغې ځوانې ۲۵ کلنې نجلۍ د ځان وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول په سوېل کې ګڼو نجونو د اجباري ودونو له امله ځان وژنې کوي او خپل ژوند پای ته رسوي.

کله چې طالبانو د هیواد واک ترلاسه کړ نو په اجباري ودونو، د کم عمرۍ او “د نجونو تبادله” او په دښمنۍ کې د نجونو ورکول په اعلاميي شکل بند کړه، خو په تېرو دوو کلونو کې د ورته پېښو په اړه هېڅ ډول لازمي تعقیب نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ راهيسې ښځې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخې شوي دي، چې پکې تعلیم، زده کړې او په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو حق هم شامل دی.

| فارياب ولايت کې يوې ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې