راپورونه کورني راپورونه

پاکستان ددې هېواد څخه د افغان کډ‌والو د اخراج د دويم پړاو عملياتو د پيل خبر ورکړ

کډ‌والو

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت به د افغان کډ‌والو د ایستلو د عملیاتو دویم پړاو پیل کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب ایالتي حکومت ته امر کړی چې د اپریل له پنځلسمې نیټې څخه د افغان کډ‌والو د اخراج دوهم پړاو پیل کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو په دې پړاو کې به هغه افغانان چې د تابعیت کارتونه لري له دغه هېواده وایستل شي.

ویل کیږي چې په لومړي سر کې به له افغان تابعیت لرونکو کسانو څخه غوښتل کیږي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو د پاکستان د پولیسو له خوا به ونیول شي او ویستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تېر زېږديز کال د څه باندې یو میلیون افغان کډ‌والو د ایستلو بهیر پیل کړ.

پاکستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات افغان کډوال پکې ځای پر ځای شوي دي.

| په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې پنځه زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

د شنونکو په باور پاکستان پر طالبانو د فشار راوړلو په خاطر د افغان کډوالو د جبري ايستلو پرېکړه کړې ده، ځکه چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکي خراپي شوي دي او پر ډيورنډ کرښه څو ځله د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتي رامنځته شوي دي.