راپورونه کورني راپورونه

په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې پنځه زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي

افغان کډوال

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج د لړۍ په دوام په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه پنځه زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

سما ټلویزیون د يونۍ/ یکشنبې په ورځ د کب پر ۱۳مه نېټه د خپلو سرچینو په حواله دغه احصاييه خپره کړې او زیاته یې کړې يې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له پیل راهیسې تر ۵۰۳ زره ډېر افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج د لړۍ د درولو لپاره د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو له غوښتنو سره سره، د دغه هېواد حکومت له څو میاشتو راهیسې دغه لړۍ جاري ساتلې او زرګونه کډوال یې ایستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد بې اسنادو پناه غوښتونکو ته د تېر کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې په خپله خوښه له هېواده ووځي.

د دې مهلت له پای ته رسېدو وروسته، پاکستاني پولیسو د بې اسنادو کډوالو نیول او شړل پیل کړل، په ځانګړي توګه افغان کډوالو نيول او ايستل.

د یادولو وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته څه د پاسه یو ملیون افغانانو د طالبانو د ګواښ، د فقر او بیکارۍ د زیاتیدو له امله په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

د مالوماتو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل مخکې شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسېدل.

| تازه له پاکستانه تر زر زيات افغان کډوال ايستل شوي