راپورونه کورني راپورونه

د ملګروملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د يوناما ماموریت تمدید کړ

شورا

د ملګروملتونو امنيت شورا تېره ورځ د يوه پرېکړه لیک له مخې په افغانستان کې د م م مرستندویه دفتر يوناما چاري د يو بل کال لپاره وغځولې.

د امنيت شورا غړو ته ددې پريکړه ليک مسوده وړاندي شوه او د تمديد لپاره يې ۱۵ مثبتې رايي تر لاسه او اکثريت رايو سره تمديد شوه.

د ۲۷۲۷ م نمبر پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې وغځېد.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې همدارنګه د افغانستان د ټولو سیاسي فعالینو او شریکانو او نورو نړیوالو سازمانانو د استازو څخه غوښتل شوي چې د یوناما سره د ماموریت په پلي کولو کې خپلې چارې همغږې کړي تر څو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مامورینو خوندیتوب، امنیت او ګرځیدل راګرځیدل ډاډمن شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې ددې پریکړه لیک منظوریدو څخه څخه وروسته وویل چې امریکا په ژوره توګه د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوي او له همدې کبله په ژوره توګه د یوناما ملاتړ هم کوي.

د امنیت شورا د یو شمېر غړو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه څرګندونې وکړې، د چین استازي د ښځو د وضعیت د یادونې ترڅنګ انتقاد وکړ چې ولې په پرېکړه لیک کې د طالبانو په واکمنۍ کې د مثبتو پرمختګونو یادونه نه ده شوې.

هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه هم وکړه.

د روسیې استازې وویل چې باید افغانانو په تېره ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو رسولو ته لومړیتوب ورکړل شي. د روسیې استازې دا هم وویل چې باید د یوناما ماموریت سیاسي نه بلکې بشري وي.

د جنوبي کوریا استازي په راروانو څو ورځو کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ښوونځیو پیل ته څو ورځې پاتې دي، خو لاهم طالبانو له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني دولت استازي نصیراحمد فایق چې د ملګروملتونو په غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي هم غوندې ته وینا وکړه.

فایق وویل، د افغانستان ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد یوځل بیا ګډون د حکومتولی داسې یوه مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنیاد یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو غوښتنې وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

هېره دي نه وي چې د امنيت شورا اکثريت غړو په دغه غونډه کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د نوي کال په مناسبت سره د نجونو په وړاندي د ښوونځيو دروازي پرانيزي، او محدوديتونه پای ته ورسوي.

| د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان کې د خپل ماموريت د غځولو لپاره غونډه کوي