راپورونه کورني راپورونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان کې د خپل ماموريت د غځولو لپاره غونډه کوي

راپورونه وايي ټاکل شوې ده د مارچ مياشتي ۱۶ نيټه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د خپل مرستندويه دفتر يوناما د يو کلن ماموريت د غځولو لپاره غونډه راوبلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته وویل چې ددې ترڅنګ به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزوا اوتنبایوا هم د دغې غونډې په یوه برخه کې ددغه هیواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا تېر کال د یوناما ماموریت د مارچ د روانې میاشتې تر ۱۷ نیټې پورې غځولی وو، چې د روان کال لپاره یو ځل بيا ددې شورا تائيد غواړي.

تيرکال امنيت شورا د پنځلسو موافقو رايو پر بنسټ په افغانستان کې خپل ماموريت وغځاوه، خو سږ کال ښايي ددې ماموريت وروستۍ کال شې.

افغانستان کې د ۲۰۰۲ کال راهیسې یوناما فعالیت پیل کړی او د هغې نیټې راهیسې د ملګري ملتونو امنیت شورا غړي هرکال د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما ماموریت د غځولو لپاره په دغې شورا کې رایې ورکوي.

د طالبانو حکومت تیرکال د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا پریکړې هرکلی کړی و، خو طالبانو حکومت افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت کړی دی.

د ۲۰۰۲ کال راهيسي کله چې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما په افغانستان کې فعاليت پيل کړی، هر کال د امنيت شورا د اکثريت غړو له لورې ددې دفتر د دوام لپاره رايي کارېږي.

هيره دي نه وي چې دوې اونۍ وړاندي د قطر پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان اړوند غونډه جوړه شوې وه، چې ګمان کېده د افغانستان لپاره به ځانګړی استازي پکې وګمارل شې خو طالبانو يې مخالفت وکړ.

| ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل وځنډول