بهرني راپورونه

امريکا اوکراين ته د ۳۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ورکوي

اوکراين

راپورونه وايي چې امريکا اوکراين ته د ۳۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت، وسلې مهمات او د الوتکو ضد توغنديو ټولګه استوي.

د امريکا له لورې د اوکراين سره د مرستې دا خبر په داسي حال کې ورکول کېږي چې د امریکا په کانګرس کې د ګوندي اختلافاتو له کبله د۶۰ ميليارده ډالرو لايحه لا هم په جنجال کې پاتي ده.

د کابو دريو مياشتو راهيسي دا د امريکا د پوځي مرستو لومړۍ ټولګه ده چې د اوکراين په خاوره کې د‌روسيې د نويو پرمختګونو د مخنيوي لپاره استول کېږي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وویل، دا مرستې په هېڅ صورت د جګړې په ډګر کې د اوکرایین د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دي.

ښاغلي سلیوان د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا مهمات به د اوکرایین د توپچي اړتیاوې د یو څه وخت لپاره خو یوازې د لنډ وخت لپاره پوره کړي.

سليوان وويل دا مرستې د اوکراين د مهماتو د کمښت ستونزه نشې هوارولای.

سپینې ماڼۍ له څو میاشتو راهیسې له کانګرسه غوښتي چې اوکرایین، اسرائیل او تایوان ته د مرستو د استولو لپاره بودیجه تصویب کړي، چې د سنا مجلس له لورې تصويب شوې، خو د استازو په مجلس کې لاهم رايه نده ورکړل شوې.

د متحده ایالاتو نوې مرستې په داسې حال کې راځي چې جو بایډن له اوکرایین سره د پیوستون په نمایش کې په سپینه ماڼۍ کې د پولنډ ولسمشر او لومړي وزیر کوربه توب کوي.

همدارنګه، په همدې ورځ ډنمارک هم اعلان وکړ چې اوکرایین ته به شاوخوا ۳۳۶ میلیونه ډالره مهمات او د توپچي تجهیزات ولېږي.

دا په داسي حال کې ده چې په ورستیو کې د اوکراين ولسمشر د پوځي شاتګونو پړه پر اروپايي او غربي هيوادونو اچولې او زياته کړې يې ده چې د وسلو او مهماتو د اعلان شویو مرستو څخه يوه اندازه هم ورته ندې رسېدلي.

| فرانسه اکراين ته اوږد واټن ويشتونکې کروز توغندۍ ورکوي