ټیکنالوژي ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

د ټيکټاک د بندیز قانون د امريکا متحده ایالاتو د کانګرس لخوا تصویب شو

ټيکټاک

د امريکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس په غوڅ اکثریت یو لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې د ویډیو شریکولو کاريال ټيکټاک دې ته اړ کړي چې په متحده ایالاتو کې د کاريال د بندیز له امله له خپل چینایي مالک سره اړیکې پرې کړي.

دا لایحه چې ټيکټاک د چینایي شرکت سره اړیکې پرې کولو ته مجبوروي چې، د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ، د کب په ۲۳مه نېټه د دوو ګوندونو، جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ترمنځ د یوې نادرې موافقې سره د ۳۵۲ تاييد رايو سره تصویب شو.

ټيکټاک چې په ټوله نړۍ کې يې شهرت ترلاسه کړی، دا قانون د دغه د کاريال (اپلیکیشن) لپاره ترټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي، دغه اپلکېشېن په متحده ايالاتو کې د ۱۷۰ ميليونو کاروونکو سره مشهور دی.

که چیرې دا تصویب شوې طرحه سپینې ماڼۍ ته راجع شي، د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن به لازمي دا قانون لاسلیکوي، چې په رسمي توګه د “کنټرول شوو بهرنیو پروګرامونو څخه د امریکایانو د ساتنې” په نوم پیژندل کیږي.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې یوې کمېټې تېره اوونۍ د خپلو ټولو ۵۰ غړو سره په یوه لایحه کې رایه ورکړه چې که تصویب شي، نو د ټیکټاک مالک (بایټ‌ډینس) به مجبور کړي چې د ایپل او ګوګل اپليکېشن بندیز له امله په متحده ايالاتو کې خپل فرعي شرکت وپلوري.

دا په داسې حال کې ده چې د ټيکټاک چينايي شرکت چې د نړۍ په سطحه تر ټولو د چټک پرمختګ اپلکېشېن يادېږي په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شو چې د د پنځو کالو په تېرېدو سره په نړيواله توګه مشهور شو. دغه اپليکېشن د افغانستان او ايران په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د اړوند حکومتونو لخوا محدود شوی هم دی.

| ايلون ماسک غواړي چې ايکس يا پخواني ټويټر د يوټيوب سيال کړي