اقتصاد کورني خبرونه

د بهرنيو چارو وزير د خپل ترکمنستاني سيال او مرستيال لومړي وزير سره کتلي

د بهرنيو چارو وزير

د هيواد د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې هيواد د بهرنیو چارو وزیر او مرستيال لومړي وزير سره کتلې او پر خپلمنځي ترانزیټ او انتقالاتو يي خبري کړې.

د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضيا احمد تکل په خپله ايکس پاڼه ددې ليدنې پخلی کړی او ويلې يې دې چې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي متقي په عشق اباد کې د خپل ترکمنستاني سيال او مرستيال لومړي وزير سره کتلې او پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي مسايلو برسېره يې د ترانزيت او انتقالاتو په باب خبري کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي د يوه پلاوي په مشری چې پکې د کانونو پټروليم وزارت، ريلګاډي پټلي ادارې او بريښنا رياست استازي شتون لري عشق اباد سفر کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا سفر د ترکمنستاني سيال په خاصه بلنه ترسره شوي او ښې لاسته راوړنې به ولري.

د بهرنيو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت يو څو کسيزه پلاوی ايران ته هم سفر کړی او هلته به د چابهار بندر اړوند پر انتقالاتو د خپلو ايراني سيالانو سره خبري وکړې.

د طالبانو له لورې په هيواد کې د اقتصادي دهليزونو او ترانزیټي لارو پرانيستلو ته هيوادوال خوشبين دي، او دا د هيواد د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره اړين بولې.

که څه هم د طالبانو حکومت نړيوالو په رسمیت ندی پېژندلی خو د تاجکستان پرته د افغانستان ټول ګاونډي هيوادونه د طالبانو سره تعامل غواړي او آن ځيني هيوادونو سفارتونه هم طالبانو ته سپارلې.

دا په داسي حال کې ده، چې ترکمنستان به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د ګاونډیو هيوادونو ايران، پاکستان، چين، ازبکستان، تاجکشتان او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو د پنځمې غونډې کوربه توب کوي.

| د ايران ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير سره ليدلي